نظم

زۀ

غني خان

مۀ کړه ماته قيصې د ژوند

ناؤرم ته ځه ستا قيصې د ژوند

زۀ نۀ مالی يم نۀ خان د باغ

ماته څه له کړې داستان دباغ

زۀ خو د شاتو مچۍ يمه

شات پېژنم اؤ گل پېژنم

زۀ يو وړه لولکۍ يمه

سات ته راتلل اؤ تلل پېژنم

زۀ يو چپه د نسيم يمه

بس يو لـمحه د ماښام پېژنم

زۀ يو قطره د شرابو يم

شونډې پېژنم اؤ جام پېژنم

نو ماته تۀ څۀ له کړې داستان د باغ

زۀ نه مالی يم نۀ خان د باغ

زۀ خو د شاتو يو مچۍ يمه

شات پېژنم اؤ گل پېژنم

زۀ يو وړه لولکۍ يمه

سات له راتلل اؤ تلل پېژنم

زۀ خو يو شرنگ د گونگرو يمه

پښې د رقاصې کښې تال پېژنم

زۀ يو بڅرے د سوز يمه

غم پېژنم اؤ وصال پېژنم

نۀ زۀ فلسفی يم خلکه نۀ زۀ لېونے يم

يوغريب بچے زۀ د پښتون د پلارگنۍ يم

واړه مې ياران دی يودښمن مې چرته نشته دے

زۀ د ځان دښمن يم په خپل ځان ډېر مړنے يم

بعضې ځائې کښې لږ بعضې کښې ډېر يم خداې لوې کړې

خيال مې د سبا دے پېدا شوے پرونے يم

خوښ مې دی گلونه، هم ښکارونه، هم اسونه

خوښ مې نر پښتون دے زۀ راوړے پښتنې يم

نيت مې دے طواف ته دوطن د تورو خټو

ستړې د طوافه د مکې د مدينې يم

زۀ وم په وطن مئين خو تن جلا وطن کړم

زۀ د سر گل نه شوم هسې زۀ ترې سپيلنے يم

زړه هسې بخښمه اؤ ايمان په ټېپر نه خرڅوم

ځکه لېونے يم خلکه ځکه لېونے يم

زۀ يم زۀ يم رنگ سرور اور او شرنگار زۀ يم

دجانان سترگو کښې مړاوے خُمار زۀ يم

دا تعبير زما دمست زړۀ د تالاش دے

يار زما د زړۀ ارمان دے دلدار زۀ يم

دا زما زړۀ چې د خېشت او رنگ شی اوږے

پسرلے گلونه راشی، بهار زه يم

دا چې زۀ شم دمُسکو شونډو لېواله

لېلی جوړه کړم د حُسن معمار زۀ يم

دا خو زۀ د ځيگر سوز په هوا سور کړم

روح، مطلب، معنی، اواز د ستار زۀ يم

چې زۀ نۀ يم بې معنی جنت اسمان دے

د جهان د سوز او مينې مختار زۀ يم

دومره پوې شوم په دې ړوکی غوندې ژوند کښې

يار زما کمال، کمال د دلدار زۀ يم

اے د منطق فلسفو مُلا!

اے د جنت د قيصو مُلا!

اے د جزا اؤ قسمت مُلا!

اے د دوزخ اؤ جنت مُلا!