غزل

زه به نورو نه کړم په بتانو باندې مينه

رحمان بابا

زه به نورو نه کړم په بتانو باندې مينه

کشکې څوک مې کښلي تور يې وران کاله جبينه

خدای زما په بخره عاشقي کړه له ازله

خوښ يم په دا بخره که ترخه ده که شېرينه

زهر دي که قند دي هم په خپله خوله څرگند دي

نه مومي څوک خوند د بل دخولې له انگبينه

راشه نجومي زما لپاره فال وگوره

تللی يار به کله له سفره رايشنه

ښه تو ښه مې نه شي په تش ډاډ د کور و کلي

مرد بويه چې واخلي دغم پېټی له غمگينه

ځمکه هغه سوځي هر چې اور ورباندې بل وي

روغه خلکه شوه د رنځورو تماش بينه

نور عالم به څه کړم زه مريد دهغه کس يم

هر چې و ما راکا يو پيغام له نازنينه

څو به سوک په سترگو غړوم له هسې غمه

څو به مې تل وينې د زړه څاڅي له آستينه

سر د رحمان درومي د هجران په تېره توره

ته يې نگهبان شې يا اله العالمينه