نظم
ذکر
غني خانهغه مينه د څه وی چې په ژبه کښې ځائيږی؟
چې د شونډو ښکته نۀ ځی، په ځيگر کښې نه ځليږی؟
دا په ژبه چې دې باد کۀ، نو جانان له دې څه ورکړۀ؟
چونگ ايرې کۀ سرۀ دې ورکړۀ
تش لاسونه تشه خېټه دا په چا خرڅئ ټگی
د اشنا سترگو ته گورې يادوې غويان برگی
د رنگين درياب په غاړه د مسورو پيتۍ يوړې
د مستۍ د رنگ محل نه تور لوگی د هستۍ يوړې
اؤ جانان ته په کوم مخ، د جانان د حرص قيصې کړې
اے د مينې سور کافره، زړۀ ورکؤلو کښې اسرې کړې
د پاک حسن په دربار کښې تش د مينې خريدار شته
غمگين زړۀ محبوبې سترگې، ارمانونه سور انکار شته
د خندا رڼا رڼا شته، اؤ نرۍ لړې د غم
اميدونه د عاشق شته، سلامونه د صنم
دا جهان تيارو کښې پټ په رڼا د ارمان ښکاری
دا تصوير ډک تصور کښې دجذبو په طوفان ښکاری