نظم

ځمه ځمه ځمه

غني خان

په رڼا باندې مئين يم خو تيارو نه نۀ يرېږم

کۀ پښېمان په گناه نۀ يم، پرې خونۀ غاوره کېږم

پرون تُخم وم، نن گل يم، سبا بيا به خاؤره کېږم

زۀ دباد يوه چپه يم، په صحرا په باغ تېرېږم

کله باد، کله باران شی، کله اور کښې وسوزېږم

خو زۀ ځم په مخه ځمه کۀ ودرېږمه روکېږم

چې ورپېښ شم په گلونو کړم ځولۍ د عطرو ډکه

خورؤمه ئې چاپېره، ورته خاندم خوشحالېږم

چې د رنگ په جهان ورشم، يو رنگين د بوډۍ ټال شم

رنگا رنگ رنگين جمال کښې سپينه شمع شم گډېږم

چې دمستو په محفل کښې، په ساقی اؤ په جام ورشم

لېونے شانې خُمار شم، په خوبونو کښې خورېږم

چې جهان تيارۀ تيارۀ شی، اور شی، تندر شی، عذاب شی

زۀ پښتون د پښتنو غر شم، نۀ يرېږم، نۀ نړيږم

چې د علم په جهان کښې د اوښيارو خواکښې کښېنم

هم هغوی پورې خندا کړم هم په ځان پورې خندېږم

په فکرونو لېونے شوم، په لټون لټون شوم ستړے

خو اخر دغې له راغلم، نۀ پوهېږم، نۀ پوهېږم

خو زۀ ځمه ځمه ځمه، تل روان يمه په مخه

يومقام ته ور روان يم، يو مقام ته به رسېږم

اؤ په لاره چې څۀ راغله، کۀ تيارۀ وی، کۀ رڼا

زۀ رڼا کښې يم خوشحاله خو تيارو نه نۀ يرېږم