نظم
زړۀ چاؤدے
غني خانستا زړگے وچوه پښتونه
زړۀ مې چاؤدے دے له تانه
خوی خصلت دې د غلام
نشه زياته د باچا نه
کله سکهـ په تا سوريږی
مغولے دې بابا کيږی
بيا په تا په جوټو کيږی
بهشتی (بچه سقاؤ) څوک له کوه دامانه
عقل پس زړۀ دې ناپاکه
لاس دې ستړې خوله چالاکه
ستا تاريخ دے عبرتناکه
چېرې خلاص نۀ ئې د خزانه
خپل خېر خواه ته لاس په بډه
سرسری ته زر کړې ډډه
مامله دې گډه وډه
خېل خانه دې بې نشانه
تا ټوکړې ټوکړې خوشحال کړۀ
دربدره دې جمال (جمال الدين افغانی) کړه
خو امان (امان الله خان) دې په څۀ حال کړۀ
بې وطنه سرگردانه
په ډيران ناست ئې خوشحاله
د گونگټ سوټو کښې جاله
بې هنره بې کماله
په هنر د ورور پښېمانه
بې ناموسه ستا کارونه
ستا بې کاره ناموسونه