نظم
زما نمسے بهرام خان
غني خانپنځم د اکتوبر وۀ، وۀ پنځه اويايم کال
زمونږه کور ته راغې يو وړوکے ښاپېرے
کور نۀ وۀ د تيارو او د غمونو يو صحرا وه
هر خيال د سبا درد وۀ هر اميد خاؤرې ايرې
کۀ باغ د گلو ډک وۀ ښکاريدۀ به رېگستان
هر خوا وې دميرات، ميرات، ميرات چغې سورې
نگين په ښکلې لاسو کښې ژوندون او رڼا راوړه
هر خوا رڼا رڼا شوه د سبا سبا نعرې
بهرام او نگينې دواړو ټول کور د گلو ډک کړو
رڼا د اميد راغله شوې تيارې خورې ورې
نگينې وې بابا اوس ورته گوره خانده خانده
دا ستا د اميدونو ستا د وينې ښاپېرے