نظم

زما نمسۍ شانۍ

غني خان

پېدا د يوې حورې شوه وړوکې ښاپېرۍ

د مۍ په اتلسم

شغلې ترېنه ختلې د رڼا نرۍ نرۍ

دشمن کره ماتم

دشمن کره ماتم د قاره ئې بنده شوه مرۍ

دُنيا پرې شوه تورتم

بې وخته ربه مونږ کره نورونه راورئ

خندا په ځاې د غم

شانۍ ربه په خوی کړې د نورونو ښاپېرۍ

هر کار کړې ور له سم

غنی به ورته تېر کړی باقی عمر په زارۍ

چې دې وړو گلونو ته تۀ ونۀ ښائې غم

او دې د نگينې په باغ ورئی دې رحمتونه

پاسته لکه شبنم

د ژوند او کور سفر له هر يو گل له کړې ملگرے

د گل هسې صنم