نظم
ځوانه
غني خانوران دې گلسان دے اے بلبله! د پښتون د باغ
نوم د رقيب ليک دے په هر بوټی د مجنون د باغ
خوار و زار بچی دې بې هُنره بې کماله دی
غوږ ئې دی کاڼۀ، لاسونه شل، سترگې پر کاله دی
لال ډوب دے ايروکښې اؤ مرجان پروت دے په خاؤرو کښې
زوې د شهباز گرځی چمړی خوری په سېل د واؤرو کښې
پاڅه اے زلميه! مستی توره اؤ ايمان واخله
شړق شه، اور شه، تندرشه اؤ نرشه خپل جانان واخله
ځار دې د شنو برېتو شم غلام دغلام زوې ئې ته
پروت په دووسۍ کښې ئې کۀ زر ځله زلمے ئې تۀ
توره دې راواخله ننگ، پښتو اؤ اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترگو دې نامه د غلام پورته کړه
پاڅه ننگياليه! نن دلبر اؤ جانان وگټه
نوم د پښتون وگټه، ناموس د افغان وگټه
ټول جهان حېران کړه د خپل شان په تماشا
اے د احمد زويه! اے بچيه د شيرشاه!
سوے باغ تالا گلشن دے
مړاوې گل خاؤرې چمن دے
نۀ بلبل نۀ لولکۍ شته
نۀ نرگس اؤ نۀ ياسمن دے
دا گلاب دے ايرے شوے
کۀ په اور سوے ختن دے
اے پښتونه! ستا وطن دے
اے پښتونه! ستا وطن دے
د دې باغ خاؤرې راواخله
ترې نه نوې بوستان جوړ کړه
اے چې ښکته ښکته گورې
نن پښې ابله، سر، سر تور ئې
تۀ خبر ئې چې تۀ څوک وې؟
تۀ د منځ اسمان وې ستورې
ستا شمله چې به شوه پورته
شوې به ښکته شملې نورې
کړه د غم تيارے راغونډې
ترې د مينې داستان جوړ کړه
ددې باغ خاؤرې راواخله
ترينه نوے بوستان جوړ کړه
په مستی اؤ ننگ به سر وې
ستا دا ټيټې سترگې تورې
اے د ټيټو سترگو ځوانه
پاڅۀ هغه جهان جوړ کړه
ددې باغ خاؤرې راواخله
ترينه نوے بوستان جوړ کړه
اے د وران څپر مېرمنې
اے د اوږی بچی پلاره
بې درکه سرگردانه
اے د سوی باغ مالياره
اے چې نن بربنډ بچی ستا
د خوراک په کشاله دی
ستا د لاس ماڼئ ولاړې
په ډهلی په بنگاله دی
اے د بل د در مُريده!
پاڅه هغه دوران جوړکړه
د دې باغ خاؤرې راواخله
ترينه نوے بوستان جوړ کړه
اے په غرۀ په سر درو کښې
په باغونو، په ميرو کښې
په جندول کښې، په تيرا کښې
زما لال پټ په ايرو کښې
اے د زرکو په خندا کښې
د تنزرو په نارو کښې
د شېرشاه نيازبينه زويه
تۀ ئې پروت تورو تيارو کښې