د صاحب شاه صابر انځور
صاحب شاه صابر. SBS Pashto · All rights reserved · د انځور سرچینه ↗ (په نوې کړکۍ کې پرانیستل کېږي)

معاصر · غزل او نظم

صاحب شاه صابر

Sahib Shah Sabir

شاعر، څېړونکی او استاد، چې رومانتيک غزل او نظم یې له پښتني ژوند، مینې او ټولنیز شعور سره تړلي دي.

ژوند او اثر

پېژندنه

صاحب شاه صابر په ۱۹۵۶ کال د ملاکنډ په سخاکوټ کې زېږېدلی شاعر، ښوونکی او څېړونکی و. هغه په پښتو ادب کې دوکتورا او په څو مضمونونو کې لوړې زده کړې کړې وې.

خوبونه او تکل د ده له مشهور شعري کتابونو څخه دي. د ده غزل او نظم د مینې، تخیل، پښتني چاپېریال او ټولنیز فکر موضوعات بیانوي، او ګڼ شعرونه یې سندرغاړو هم ویلي دي.

د معاصر رومانتيک پښتو غزل یو علمي، هنري او سندریز مهم غږ.

سرچینې

د پېژندنې سرچینې

ثبت شوي اثار

شعرونه

غزل

ژوند آهنګ د ژوند نغمه بدلوي

حالات بدلېږي زمانه بدلوي

صاحب شاه صابر
غزل

په غزل او په سندره نه پوهېږي

يار د سره په خبره نه پوهېږي

صاحب شاه صابر
غزل

د خانانو به څه وايو چې خانان دي

ملنګان د پښتنو خپلوکې وران دي

صاحب شاه صابر
غزل

څوک دې نه وايي چې ماته ګناه نشته

د کابل په جنګ کې چاته ګناه نشته

صاحب شاه صابر
غزل

څه ګلونه، څه رنګونه څۀ نغمې کړم

ستا د ښار خبرې ستا په شان خوږې کړم

صاحب شاه صابر
غزل

راځي له ځان سره رڼا راولي

سپرلي قسم کړى چې تا راولي

صاحب شاه صابر
غزل

ته خو خبر يې چې په تا څه وشو

ته څه خبر يې چې په ما څه وشو

صاحب شاه صابر
غزل

د خپل نظر زورور تيا ګوري

زما قاتل په ما کې ساه ګوري

صاحب شاه صابر
غزل

دا ونې، بوټي، واورې او ګلونه مې وطن دى

دا غرونه مې هډوکي دي دا خاوره مې بدن دى

صاحب شاه صابر
غزل

څه محبت څه انتظار يې کاوه

زړه چې د کار و نو څه کار يې کاوه

صاحب شاه صابر
غزل

خداى خبر ولې خو زه کله کله

يو زوړ ورغلى پر هر و ګروم

صاحب شاه صابر
غزل

ذرې، ذرې شي چې رڼا ته رسي لمر ته رسي

ستوري د سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي

صاحب شاه صابر
شعر

د تاريخ د فلسفې نه

دکتاب د مسئلې نه

صاحب شاه صابر
غزل

ستا د مينې په نوم اوس هم ګنهګار دى

هغه ستا لېونى هغسې په دار دى

صاحب شاه صابر
غزل

د ژوند صحراته مې د مينې باديوه راوړې

ما د احساس د ګل په لپه کې لمبه راوړې

صاحب شاه صابر
غزل

د شوخه شوري چې خبرې کوي

باڼه يې اوري چې خبرې کوي

صاحب شاه صابر

کتابونه او نسخې

کتاب‌پېژندنه