نظم
باډيوه
غني خانڅڼې دې پريږی څۀ مستانه دې رفتار دے
گوره د کاغذ نه چا جوړ کړے خپل خُمار دے
باد ته دعاشق په شانې خاندې، خوشحالېږې تۀ
مسته سولۍ ماره د طاوس هسې گډېږې تۀ
بې جرړو گلابه په اسمان کښې زرغونيږې تۀ
زړۀ دې د قسمت په تار تړلے گرفتار دے
ټول رنگين خُمار ئې خو مجبوره هر خُمار دے
دومره ويړ اسمان کښې د خپل رنگ څاڅکے ښکاره کړې تۀ
باد باندې ورسور د لاندې خاؤرو ننداره کړې تۀ
چونگ خاؤره وجود يو لېونتوب يو تراره کړې تۀ
تۀ د بنيادم د بخت اؤ تېښتې يو تصوير ئې
يو رنگين خُمار په تار تړلے د تقدير ئې
زۀ هم ستا په شانې کله کله په هوا شمه
پرېږدم خاکی ځان بس يوارمان يوه دعا شمه
خوب شم د اميد د ژوند رنگينه مشغولا شمه
چغه قسمت ووئ راشه سر مې ستا پکار دے
اے د ادم زويه! ستا د خاؤرو سره کار دے ـ