نظم
د فقيرانو غزل
غني خانوروره! دے دا جهان يو مکان د فنا
ورته مۀ کړه ژړا ورته مۀ کړه ژړا
ماښام خاؤرې شی گل چې سحر شی پيدا
ورته مۀ کړه ژړا ورته مۀ کړه ژړا
دا چې لاندې د پښو دی دا خاؤرې ته گورې
وې د چا شونډې سرې اؤ د چا سترگې تورې
دا ايرې معشوقې وې چې تلې په خندا
ورته مۀ کړه ژړا ورته مۀ کړه ژړا
دا مستی يو ساعت دا پستی يو گړۍ
دا سور شال د امير د فقير دا شړۍ
دی دا واړه خيالی بې بُنياده دوکه
ورته مۀ کړه ژړا ورته مۀ کړه ژړا
هر ذره کړی صدا چې دُنيا ده فانی
د پرون ښاريو کښې نن ده ويرانی
دے يو خوب دا ژوندون دا ځوانی يونشه
ولې ځی په ژړا ولې ځې په ژړا