نظم
د سپرلی شپه
غني خاند سپرلی شپه وه مسته مستانه
ستوری کېدل ډېر روښان روښانه
سپوږمۍ ولاړه وه ښکلې حېرانه
لېونی سوال وکړو د خپل جانانه
رڼا مې پوهې له د لامکانه را
مستی مې سترگو له د خپله ځانه را
د خپله ځانه ياره! دخپله ځانه
لېونی سوال وکړو د خپل جانانه
ناگاهه پړق شو درياب د نور راغے
څۀ په مستۍ راغے څۀ په سرور راغے
هستی شوه گونگه مستی گويانه
لېونی سوال وکړو د خپل جانانه
اؤ لېونی ورته زړگے کړو لرې
ډېر په خوارۍ پکښې ځاې شو بڅرے
نور ډک د ځانه وۀ ډک د جهانه
لېونی سوال وکړو
درياب د نُور لاړو ښېست اؤ رڼا لاړه
اؤ د جانان مستی جانان له بيا لاړه
لېونے پاتې شو څيرے گرېوانه
د سپرلی شپه وه مسته مستانه