نظم
کمتره
غني خاند جنت مرغۍ کمترې
دغم درده بې خبرې
که سپرلے وی که خزان
ستا وی مستې بازيگرې
شپه او ورځ په بقبقورې
د اشنا په ننداره
د يارۍ مستۍ قيصې کړې
د جومات په مُناره
دوه دانې کړې چرته پورته
بيا مستی غويمې شورو کړې
د پيريانو په کوهی کښې
لمغړې د ښاپېرو کړې
اے د مينې لېونيه!
بې گناه او بې ازاره
د محراب د پاسه تاخ کښې
کوکۍ اخلې د دلداره
ښپې دې هره ورځ سرې وی
هره ورځ په تا اختر دے
تل نشه ئې بې شرابو
مدام خوا کښې دې دلبر دے
خوش قسمته بې خبره
د دوزخ نه، د مُلا نه
د نېکو، د ثوابونو
د شرمونو، د گنا نه
ده کوکو له جوړه شوې
ستا مښوکه بې ازاره
ستا سرۀ سرۀ نری نوکونه
ډک د خېشت او د سينگاره
نه دې جنگ شته، نه دې غم شته
سوچه مينه بې نفرته
نه دې چل، نه دې دوکه شته
ياری پاکه بې علته
الواته دې هم د سېل دی
د مستۍ د بازيگرو
کۀ بوډا شې هم پېښې کړې
د وړوکو توتکرو
غونډې سترگې دې معصومې
د رڼا اتباره ډکې
پېمانې د سرو شرابو
د خندا د ياره ډکې
کاش چې زۀ هم ستا په شان
اے کمتره مستانه وے
چې نه غم وے نه ارمان وے
بس خندا او يارانه وې