غزل

عقل ترینه ږیری وخوړ       خیټې تری ایمان وخوړ

غني خان

ګوره په وربشوکښې       خره لأل دبدخشان وخوړ

ګوړه یې نه خرسیږې        خوارلاله دغمه ځان وخوړ

قبض شو دآ صیب         ډیرې هندوستان وخوړ

ځارشم دلیډر کولمو         خیټه یې دښکلولوده

چا مهار چا اوښ وخوړ          او ده واړه کاروان وخوړ

کوڼ ملا شهید دې          په مزار یې ډیوه بله کړه

مړۍ وؤکم شوې خوار         د لوږې نه قرآن وخړ

ځه دلیونې د مرض

خوشې دارومه کوه

غم دمرګ غورځنګ دزړه

سترګو دجانان وخوړ