نظم
سېل
غني خانځه چې لږ سېل وکړو
بره اسمان ته ځو
د دې تيارو له کوره
د نُور جهان ته ځو
ځه چې مستی له ورکړو
د بې خودۍ وزرې
ځه چې جنت ته ځو
ځه چې رضوان ته ځو
دا د خزان تيارې
کړو په تيارو کښې ورکې
ځه چې بهار له ځو
ځه چې بوستان له ځو
دا د جهان خبرې
دا د ملنگ ټکورے
تخت طاوس ته ځو
ماه تابان ته ځو
اؤ د رقيب له کوڅې
دربانی نۀ کوو
مونږ مستانه لېونی
کور د جانان ته ځو
مونږ د جانان د شونډو
شراب څکلی دی
ځکه مست مست مجنونان
نن بيابان ته ځو
مونږ يو بڅرے د نُور
لرې ليدلے دے
د گل په شان په خندا
غېږ د خزان ته ځو
راځه چې هېرې کړو
د دنياگۍ قيصې
ما ليدلی د پېرنگ ښکلی جازونه
چې د لاندې ترې غورزنگ وهی سيندونه
ما ليدلی محلونه د لندن
جينکۍ مستې ازادې گل بدن
ما ليدلی د اټلی ښېسته ښارونه
سرۀ ئې انگور، سرۀ ئې شراب اؤ سرۀ ئې گلونه
ما ليدلی د پېرس ښاپيرۍ ښکلې
په کردار گفتار خوږې لکه بلبلې
ما ليدلی امريکه کښې دی ښارونه
چې وريځو ته ئې رسی مکانونه
ما ليدلی تاج محل غوټۍ د گلو
د دهلی ښکلی ښارونه د مغلو
خو چې ووينم زۀ خپل د خټو کور
رانه هېر شی محلونه ښېسته نور
دا نرۍ تنگې کوڅې زما د کلی
ورته څۀ دی د دُنيا ښارونه ښکلی
چې خړ مخے ورور پښتون سينې له درشی
درنه هېر به ټول ښائېست د بحرو بر شی
خدايه شکر چې پېدا دې له دې قام کړم
د پښتون د نر وجود دې يو اندام کړم
څه به کړمه د لندن لوې گلونه
د پېرس جونې ښېسته رومی گلونه
په والله چې له جنته به شم ستون
که کنځل پکښې وانۀ ورم د پښتون