نظم
تسلی
غني خاند تهمت نه به جهان کښې څوک خلاص نۀ شی
چې اسمان وی کله کله وی وريځې
چې کم اصله وی په هيڅ هم نۀ خپليږی
چا غړلے دے د شنو شگو نه مزے
د قالين برابری به کله وکا
کۀ هزار رنگه شی رنگ بوڼ او بروزې
کۀ د وچو په ډېرۍ کښې تۀ يو لوند ئې
گمان مۀ کوه چې ته به ونۀ سوځې
د مردانو کار د پړق جواب په سوک دے
هسې نه چې کړې ژړا لکه د ښځې
چې وخت راشی ښه زړۀ تش کړه غنی خانه
څو د قهره په لړمون کښې پټ پټ سوځې