نظم
وخت
غني خانټکڼه غرمه د لېونو د گرزېدو دے وخت
لړه، ترږمۍ د يار د سترگو د ليدو دے وخت
زيړ مازيگرے د ژوند غمگينه شان نشه لری
توره شپه د ژمی د اؤرولو اؤرېدو دے وخت
هغه ده سپوږمۍ دونو څوکو کښې مُسکۍ شوله
پاسېږه لاليه! اوس د باغ د گرزېدو دئې وخت
لاړ ساقی بوډا شو، خيام هم د برمه پرېوتو
اے د مستۍ جامه دغه ستا د ماتېدو دے وخت
مۀ گوره ائينه کښې لېلی هسې به دې وژړئ
لاړه کۀ ځوانی شی بيا هروخت د ژړېدو دے وخت
مرگ په ما مئين شو اوس ئې هر وختې سلام راځی
وئ مخ که ياره ماته اوس زمونږه د ليدو دے وخت
مرگه صبر وکړه لږ شان اور مې په وجود کښې شته
ډېر مې سوزولی اوس زما د سوزېدو دے وخت
هغسې مې ساز لېونے، مست نظر مستولے شی
وينه کښې مې اور وهی ډولکے د گډېدو دې وخت
سوز اؤ ساز چې لاړ شی تشه خاؤره شم نو راشه يار!
در به شم سينې له دغه وخت د روکېدو دے وخت