پښتو شاعري
شعرونه
د کلاسیکو او معاصرو شاعرانو پښتو شعرونه، له غزل څخه تر نظم پورې.
نه تنها زما د زړۀ غومبرې سوځي
له شغلو يې دښايست بغورې سوځي
راشه او په زړۀ مې پلونه نوي د يادونو کړه
رګ رګ مې د نی غوندې لبريز له فريادونو کړه
شنې لمنې – شنه ډاګونه
بېګني ورښت پريولې
بيا دې درشل ته غلی غلی درځم
ستړی فرياد تر لاس نيولی درځم
د مايوسۍ کره دې ورنشي د چا جنازه
چې ژوند يې اخلي يوه سا د بلې سا جنازه
د حسن سپېلنی يم سرۀ مجمر ته به دريږم
د قبر شمه نه يم چې پټ سر ته به دريږم
اوکه زړۀ مې چې تل تل له محفل څخه راباسي
مست سين شي خپلې پيڅې له ساحل څخه راباسي
حسن دې خزان مه شه رنګ و بوی له ګله وړي
سر به دې حيران مين څنګه له درشله وړي
د ښار له څنډې بيا ګرد لټېږي
يو د زرو دروزدى خونې نړېږي
ستا د عشق له پاملرنې سور او تال د ترانې شوم
زندګي مې دې سر وخوري تاثر د افسانې شوم
يو ځل بيا د حيا په پرخه رنګ ولمبوه
د شمې په خولو کې يی پتنګ ولمبوه
په طلب دےد حباب غوندےچشمان يم
ستا د مینيسيند اخستیيم روان يم
دادچا دتخیل څیری ګریوان دې
دپښتو ادب سحر خنده افشان دې
پام چه تمنا دې بې نشې نه شۍ
لنډې مرحلې چه دې اوږدې نه شۍ
ژوند ي پا تی پهتریاقودمذهب شې
یود روح دپاره روګدي ،روګ به وې
ماچه دمینې ابتدا ا وکړه
تا په ستم کې انتها ا وکړه
یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې
ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې
تا چې سبا وكړو سبا نه راځي
راشي په هر چا خو په ما نه راځي
یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې
ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې
په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا
پيرنګي درنه پښتو ده هېره کړې
چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟
د هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې
ټينګه په وعده نه شوې دا څه چل دی
کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی
پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم
نورې کيسې وايه چې اسانې دي
پرېږده د الفت خبرې ګرانې دي
لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي
ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
کار د مسيحا کوې په سترګو کې
چې د نظر سره دې مل نه شومه
څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه
چې دې له سترګو پرېوتلی يمه
ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه
په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم
هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم
خان راخيستي دي ملا پسي څو باړي خپل کور سم کړه څه پر دي غمونه ژاړی
بل ته وائي د حرص وباسه غاښونه او پخپله سوان په لاس تيروي داړي
چه مستې او ځوا نې وې اوجا نان وې او ډ ک جام
ډ یر کلونه، لږ یاران ، اوغمګین غوندی ماښام
ټټودوست کا سنډا یا رکا خر کړه خپل مطلب پري بار کا
خوار لوهار ته لا لا وایه چه تیره د رله سپار کا
کله مخ زه په قبله کړم کله کړم مخ و جانان ته
هیڅ په فرق یې پوه نه شوم ربه! خیر مې کړې ایمان ته
پرچه د شهبا زلری او ستر ګې دعقاب
زړه پوست دبلبل خوږی خبرې د ښارو
سترګو دجانان کی زما ښکلې جهانونه دې
وادی خله دنیا زه وږی ستا ددنیا نه یمه
زما بخت د شمع بخت دي یا به مرمه یا به سو ځم
يا به ویښ له ده دریاب ځم یا به پاس په چپو خوځم
که زه نه يم خوشحالي به چيرته وي
که خزان وي مالي به چيرته نه وي
مچ دزمرې سترګي شکوې ماشی داوښ وینه
خدایه ! ستا عجیبه دنیا توره ده که سپینه
اي زما د زړه بلبله ولي ژاړي
ولي څه پسي خپه ېي څه شي غواړي
د أسمان دسوري لاندي
اود ستور د مشغولا کښي
خدايه وکړم د غنچي سره خندا
که د خوار غريب بلبل سره ګريان
چه پخواني وو څه وزيران
وي به ئي ږيري لوي مچان
د جهان خبري ګوره بيل به نکړي سپين له توره
اي غني ګيله تري مه کړه شوه ړنده دنيا شبکوره
لوي دي زړګي لري چه اسري لوئي لري
چه څوک هاتيان ساتي درد اي ز لوي لري
ورو رو ظالمه دا چغي ناوري
ورو رو پري پښي ږده دانه دي خاوري
که تش په عقل وي په لياقت دي
نه په نصيب وي نه په قسمت دي
دنيا ګئ څه ده غم او غوغا څه ده سوي داور سوز او سودا ده
ليوني وائی ياره خره داده چا جوړکړي ځان له ښه مشغولا ده