معاصر · غزل او نظم
پیر محمد کاروان
Pir Mohammad Karwan
معاصر شاعر او کیسهلیکونکی، چې شعر یې د طبیعت، وطن، جګړې، مینې او انساني عاطفې ځواکمن انځورونه جوړوي.
ژوند او اثر
پېژندنه
پیر محمد کاروان په ۱۹۵۹ کال په خوست کې زېږېدلی معاصر پښتو شاعر او کیسهلیکونکی دی. هغه په ۱۹۹۰ کال پېښور ته کډه شو او وروسته کابل ته ستون شو.
له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي، د ښاپېرۍ ورغوی او زرزري وزرې د ده له شعري ټولګو څخه دي. د ده شعر د طبیعت، وطن، جګړې او عاطفې له ژورو انځورونو سره پېژندل کېږي.
د معاصر افغان پښتو شعر یو مخکښ انځورګر او د نوې شاعرۍ له خورا لوستل کېدونکو غږونو څخه.
سرچینې
د پېژندنې سرچینې
ثبت شوي اثار
شعرونه
له سمندر سره هوساوي په اسانه روان
څاڅکی په نیم وجود پر ځمکه وي په ګرانه روان
لکه د غره سړې چینې لکه د غره ویلني
دچا خبرې لګېدې لکه لامده ویلني
نری تار به دې کړم زه، ځان به دې ستن کړ
دوصال ښکلی د سمال به دې چکن کړ
په ماښام بلې ډیوې د میخانې دي
دتوبو د ماتېدلو بهانې دي
که لوبه لوبه ګټم
که لوبه لوبه بایلم
دورمي، خو څرگنده نه ده کومه لاربه ونیسي
داسر به په دارشي که دلېچو هار به ونیسي
انسانان چې هره ژبه وایي جار یې
په پښتو ژبه مې ټولو ته سلام دی
سولې راشه سولې راشه
ورکې ورکې را پیدا شه
رب دې ساته مور دې نه شي پرتا بُوره
پاس د دار پر سر آذان وکړه منصوره
ستوري درته خاندي او یو څوک درته موسېږي
شکر دی چې ژوند لرې او سترگې دې غړېږي
رانه پټ یې را ښکاره شه، د رنګونو په غبار کې
د رڼو اوبو همرنګه، د ګلونو په قطار کې
پر اوږو د زړه مې ناستې خوا په خوا دي
د عدن دوې ملایېکې سترګې ستا دي
نه ددې وطن پاچا ګڼمه پیر
نه مرید یمه د کوم یوه وزیر
پر آسماني کمیس دې سپینه ستاره ووهه
مسته مطربه شه د سولې نغاره ووهه
رنګا رنګه ښاپېرۍ مې دي تر څنګه
راته وایي چې نغمې وایه ملنګه
پر ما میَنه شوه د خیال ښاپېرۍ وا عالمه
ویې نمانځلم په دویمه ځوانۍ وا عالمه
یو کیف دی یو سُرور دی یو زړګی پلی روان دی
غزل غزل فضا ده په کې دی پلی روان دی
د سپوږمۍ شپه ده دعاګانې د باران کومه
په یوه ازغن سړي د سره ګلاب ګومان کومه
دم غنیمت بویه ګوره دا موسم به بیا نه وي
مینه کوه شنه هوا او شنه غنم به بیا نه وي
له ګلابونو له نرګسو به یې ښکلې وایم
که سوله راغله زه به دغسې غزلې وایم
خلک روان دي ځي د نوې هوښیارۍ په طرف
زه لا ولاړ یمه د مینې لېونۍ په طرف
لمونځ د شکرانې کوه یار دا دنیا هم ښکلې ده
دلته له آدم سره حوا بي بي راغلې ده
دو آتشه
دو آتشه
پیش لفظ
علاقہ اگرور میں ادبی شعری روایت
کتابونه او نسخې