Pashto poetry
Poems
Original Pashto poems from classical and modern poets, from ghazals to nazms.
مه وایه قاصده چه بهار خزان وهلی دي
سیل می د بلبلو له چمنه کو چید لی دي
اوربل یې ما په خوب کې پریشان لیدلې دې
قسمت مې د یارانو دغه شان لید لې دې
وچې سولی اوښکی ګریوانونو ته به څه وایو
درد راسره خپل سو پرهارونو ته به څه وایو
ګونګې جنون مې د پردۍ مینې په تور مه نیسه
زما په محراب کي بیګانه سجدي په زور مه نیسه
کوڅې به دی خلوت سې غلبلې درڅخه وړم
د زړه د پرهارونو جنازی د رڅخه وړم
پر رقیب چې مې اختر دی له جانانه مې ګیله ده
خپل جنون په کاڼو ولم له اسمانه مې ګیله ده
د نیمو شپو په اوښکو می د رد ونه نه لمبوم
تڼاکي پر لیمو وړمه مزلونه لمبوم
چي تللې وو دتشو پیمانو سره راځو
په او ښکو لمبیدلې له سلګو سره راځو
په دې ټولې کې چې روان شې تر زندانه ورځې
اوښکو ته مه ورښیه لاری تر ګریوانه ورځې
زه لکه پرخه په لویدلو کې چا نه ولیدم
لکه نسیم په تیریدلو کې چا نه ولیدم
يوهورځبهداجهانوينهبهتهيېنهزهيم
همبهمځکههمآسمانوينهبهتهيېنهبهزهيم
دلویښارڅخهدباندېيودرهوه
جوړهکړېيوهشيخپکښېدېرهوه
هغهستادابامينهتالاسوې
چهتنديکيديسجديورتهساتلې
دخوشحالخانخټکدبهارپهقصيدېپهپيروي
هیافسوسچيبيابهرانهسيبهار
ته یې اورې د باران څاڅکي تویېږي؟
په څه زور پرمخ د مځکي را اورېږي؟
بی بی رابیا هغه د عرش ملکه
ها نازولې د خالق لا مکان
بیا راغلی پر وطن دی نوبهار
بیا نسیم غوټۍ شیندلي پر گلزار
پخوانیو زمانو کی یو هیواد وو
په مابین کی د لویو غرونو کي آباد وو
د پسرلي یوه ښایسته سهار کی
له شنه اسمانه پلوشې را اوري
یوه ملک کی هستوگن چېرته لوی خان و
خان لا څه چی په تربرونو کی سلطان و
ته د افغان ولس دهرې هېلې سر ته ولاړ
ته ئې په خوب او هم په ویښه ئې نظر ته ولاړ
شمعه څه لري بې سره، چې يې ځارکړي
په قدوم او قدمونود جانان کې؟
شهرت د عقل له نامه دافلاطونه نه ځي
د ازادی مينه هېڅکله له پښتونه نه ځي
زه بل څوک نه یمه اولاد دغریبانویمه
سکنې ورور دعاجزانودخوارانویمه
د توتیانو له وینا دا معلو میږي
چي خبرو باندي څوک نه سړي کیږي
په مذهب اودين خندا څه په کارنه ده
پيروي د هر هرچا څه په کار نه ده
له ګلو ډک دي غرونه رغونه زرکو سره کړي پښي لاسونه
د سپينو زرو تختي ښکاريږي سړي چي ګوري نن أبشارونه
د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم
ای زما د زړګي سرد سترګو توره
د بهار وږمه تا وېږي ستا له کوره
په ږيره د بابا اوس ماشومان لوبې کوي
خپه يم په مشرانو چې کشران لوبې کوي
يو ورځ په يوه باغ کې ګرځېدمه
د وږمې په شان له ګلو تاوېدمه
په زړه کې عشق د ښکلي يار ښه دی
په سر کې فکر د دلدار ښه دی
باغوانه زيری مې درباندي پسرلی راغلي
وخت د ګلانو او موسم ډير ګلالی راغلی
دادب او شعر لویه قهرمانه
دمغلو په کور تندر داسمانه
مورې چې خدای له تا پیدا کړمه
ګران یې له هر چا نه په تا کړمه
بې حسابه څاڅکي توی په بحرو بر شي
له لکونو کروړونو یو ګو هر شي
پښتون سیده دشرق نامداره ددین او علم دکور سرداره
تللی وې چیرې دڅه دپاره دچاله غمه وې ناکراره
نه یې سیال نه یې نظیر شته په جهان کې
بو علي باندې نازیږي افغان ځکه
ستا ټول کارونه خدایږو دي برای نام غوندې
رامعلومیږي ستا فکرونه راته خام غوندې
دسیلاب مخه چې دشګو په بندونو تړي
ژبې اوخولې دملایانو په دمونو تړي
داسمان په زړه کې ځای دی تانیولی
توره شپه دې په سپین مخ باندې رڼاده
پسرلی ؤ تازګي وه غوړیدلي ؤ ګلونه
دګلانو موج کې پټ وو دوطن غرونه رغونه
لمر لویدلی ؤ تیاره په خپریدو وه
دماښام توره پرده په غوړیدو وه
هغه چې و زموږ اغا او زموږ خان غوندې
اوس معلومیږي څه قدرته پریشان غوندې
زموږ دتورې شپې احوال باد سبا ته وایه
دپتنګانو بیتابي دعشق رڼا ته وایه
په ږیره دبابا چې ماشومان لوبې کوي
خپه یم په مشرانو چې کشران لوبې کوي
سرو صورت یوازې مه ګوره معنا وګوره
په سرکې فکر زړه کې پټه مدعا وګوره
اوریدلې مې قصه له راویانو
که یې اورئ ای دعقل خوندانو